د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, May 10 2023 3:15 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۷نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په چمتال ولسوالۍ کې د یو شخص تر اجارې لاندې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په تړاو د کدستر فني ټیم ته دنده وسپارل شوه چې یادې ولسوالۍ ته ولاړ شي او دغه امارتي ځمکې کروکي کړي او راپور یې دغه هیئت ته وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې د یو شخص تر اجارې لاندې د ۱۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې په تړاو هم پريکړه وشوه چې د کدستر فني ټیم د همدې اوونۍ په لړ کې د امارتي ځمکو د کروکي له پاره د بلخ ولسوالۍ ته ولاړ شي او د خالد ابن ولید پروژې معلوماتي جدول د دغې پروژې وکیل ته وویشل شو.

دغه راز په یاده ناسته کې د امیر علي شیر نوایي پروژې، په دهدادي ولسوالۍ کې د دوو اشخاصو لخوا د یو جریبه ځمکې د غصب، د پنبې او نباتي غوړیو د تصدۍ د ریاست د ۲۹۰۰ متر  مربع ځمکې دوسیې، په امیر علیشیر نوايي پروژې کې د مارشال محمد قسیم فهیم د ۳۳۰۰ متر مربع ځمکې د غصب، د سیاه ګرد سړک په ختیځ کې د یو شخص د ۹۰۰۰ جریبه ځمکې، د شهید بلخي پروژې او د بهرآب، ذبیح الله شهید پروژو او د خان آقا وردک د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په تړاو له مرکزې کمېسیون څخه د ترلاسه شویو لیکوونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS