د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, May 08 2023 1:52 PM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت  په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د امارتي سپین زر شرکت د ۱۵۱۵ جریبه ځمکې په تړاو چې وړاندې امارتي تثبیت شوې ده، بهارک ولسوالۍ ته د تخنیکي هیئت د سفر په اړه په کې بحث او د نظر تبادله وشوه. 

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د تخنیکي هیئت د سفر موضوع په رسمۍ ډول بهارک ولسوالۍ ته خبر ورکړل شي او د همدې اوونۍ په پای کې تخنیکي هیئت د همغږۍ په غرض د یادې ځمکې د استرداد د څنګه والي په تړاو دغې ولسوالۍ ته سفر وکړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د شیوه دښتې په اړه چې تخنیکي هیئت له یادې ساحې څخه وړاندې لیدنه کړې، بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS