د سمنګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۶ نېټه د شنبې په ورځ د دغه هیئت رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د ایبک ښار د چمچق خانې په ساحه کې د ۷۴ جریبه ځمکې د بیاځل بررسۍ په تړاو چې د یو شمېر غاصبو افرادو او اشخاصو لخوا په ناقانونه توګه د نمرو په ډول ویشل شوي، د تخنیکي هیئت د اجراآتو او فعالیتونو په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.
په دغې ناسته کې ټینګار وشو چې د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم په دغې ساحه کې اجراآت وکړي او پایله یې یاد کمېسیون ته وړاندې شي.
