د تخار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, May 08 2023 11:46 AM

د تخار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو شخص اړوند دوسیه چې د دغه هیئت بررسۍ لاندې وه، بحث لاندې ونیول شوه.

یاد هیئت، د یو بل شخص دوسیه هم بررسي کړه او له اړوندې ساحې څخه یې لیدنه وکړه او له کادستري نقشې سره سم، ۵ جریبه او ۵ بسواسې ځمکه یاد شخص ته په اجاره ورکړل شوه.

دغې ناسته کې یو شمېر عریضې او دوسیې مطالعه او بررسي شوې او پریکړه وشوه چې د نامکملو دوسیو په اړه باید استعلام ورکړل شي او یو شمېر دوسیې اړوندو مراجعو ته واستول شي او دغه راز پریکړه وشوه هغه دوسیې چې د ولسوالیو اړوند دي، د دعوا لاندې ساحو له لیدنې او د موضوع له کره ارزولو څخه وروسته وروستی تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS