د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د مشکان او د روضې د کلیو، د رفیع ښارګوټي سندونه او نور موضوعات بررسي شول ترڅو امارتي ځمکې له شخصي ځمکو څخه تفکیک شي او حق خپل حقدار ته وسپارل شي. دغه راز یاد هیئت یو شمېر نویو عارضینو ته استعلامونه وویشل.
