د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت له غړو سره وکتل

hayat_admin
Sat, May 06 2023 12:13 PM
.

د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال میاشت په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت له غړو او رئیس سره وکتل.

په دغې ناسته کې چې د کندهار ولایت په مقر کې جوړه شوه، د کندهار ولایت والي حاجي یوسف وفا، د  یاد ولایت د سوداګرۍ او د پانګونۍ خونې رئیس حاجي محمد صدیق مهمند او یو شمېر سوداګرو هم حضور درلود.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزیر د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت کړنې او فعالیتونه وستایل او هغوی ته یې د لازیات بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي له دغه هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د شرعي قبالو، د عینو مېنې د ښارګوټي د جنوبي پولې تعیین، د شکور کاریز موضوع او د عینو مېنې د ښارګوټي د کار د بهیر او کیفیت په اړه یې خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د کندهار ولایت والي د عدليې وزیر او د یادې غونډې نورو ګډونکوونکو ته ښه راغلاست وویل او زیاته يې کړه چې اوسمهال د افغانستان په ټولو برخو کې اسلامي نظام حاکم دی او ټول خلک پرې باور لري او اوس د هیچا حق نه ضایع کیږي. هغه وویل چې د اسلامي امارت مسوولین، سوداګر او خلک ټول یو له بل سره یووالی لري او د هیواد د آبادۍ، پرمختګ او د سمسورتیا په برخه کې په ګډه توګه کار کوي.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې رئیس د عدليې وزیر ته ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه چې هڅه کوي ترڅو په دغه ولایت کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. نوموړي وویل چې نړیوال سوداګر هم هڅوي چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

په دغې ناسته کې د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې وشوې او په دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS