د عریضې لیکنې د فعالیت جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه آزموینه واخیستل شوه
د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکوونکو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضې لیکنې د فعالیت جواز له غوښتونکو څخه آزموینه د یاد وزارت په مقر کې جوړه کړه.
په دغې آزموینه کې د عریضې لیکنې د فعالیت جواز ۱۳ تنو غوښتونکو برخه اخیستې وه او دغه آزموینه یې تېره کړه.
د عدليې وزارت د وړ خلکو له پاره د عریضې لیکنې د جواز ویشلو په منظور، وخت په وخت په دغه وزارت کې د عریضې لیکنې غوښتونکو له پاره آزموینه جوړوي ترڅو د خلکو په کارونو کې د آسانتیاو سبب شی.
