د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, May 03 2023 10:46 AM
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ځینې دوسیې په کې بحث او بررسي لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د کاریز جغرات (د میهن ښارګوټي) د ملکیت موضوع چې وړاندې بررسۍ لاندې وه او هیئت دغه ساحه له نږدې څخه لیدلې وه، د بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه چې دوسیه یې د وروستي تصمیم نیولو پورې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د دغه ولایت د مستوفیت اړوند د مسلخ ملکیت د دوسیې، د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د چاه ګل بای، یکه چاه او شاه غلام څړځایونو د بشپړې شوې دوسیې او د سبول او روزنک خلکو د شخړې لاندې قطعې دوسیې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یادې شوې دوسیې د وروستي تصمیم نیولو له پاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

یاد هیئت د میرمنه، رباط سرخ او پهلوان پیري ساحو د راپورونو او اجراآتو بشپړولو او د اجرا لاندې موضوعاتو له پاره د هیئت د تعیین په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS