د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو نوی آمر معرفي شو

hayat_admin
Mon, May 01 2023 3:19 PM
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو نوی آمر مولوي امین الله او نوی حقوقي مرستندوی صورت خان د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

په هغو مراسمو کې چې په همدغه مناسبت د شوال میاشت په ۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت په عدليې ریاست کې جوړ شوي وو، د پکتیا ولایت د عدليې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي، آمرینو او د یاد ریاست کارکوونکو په کې ونډه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې، د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد ریاست د حقوقي مرستو نوی آمر او نوی حقوقي مرستندوی یې د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل. د عدليې رئیس د هغوی تقرر په دغو بستونو کې نوموړو ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه چې مسوولیت یو لوی امانت دی چې د اسلامي امارت د مقاماتو لخوا موږ ته سپارل کیږي او موږ یې د الله (ج)، نظام و خلکو پر وړاندې مسوول یو. نو زموږ ټول مسوولین باید د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې الله (ج) حاضر او ناظر وګڼي او په خپل ټول توان اسلامي نظام، هیواد او ملت ته خدمت وکړي.

هغه د یاد ریاست له نویو مسوولینو سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او هغوی ته یې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د ښو خدمتونو د توفیق استدعا وکړه.

په همدې حال کې، د یاد ریاست د حقوقي مرستو آمریت د شوال په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د اصلاح په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامه کې، د مدافع وکیل، د مدافع وکیل د ډولونو او په جزايي موضوعاتو کې د مدافع وکیل درلودلو په اړه په دغه مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو ته معلومات وړاندې شول.

د پکتیا ولایت د اصلاح مرکز آمر په یاد ولایت کې د حقوقي مرستو د آمریت فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې دغه آمریت تل د حجز لاندې ماشومانو ته د پوهاوي ورکوونې او د هغوی د جزايي دوسیو پرمخ وړلو کې لازمې همکارۍ کړې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS