د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sun, Apr 30 2023 3:13 PM
.

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۹ نېټه د شنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې یاد شوي هیئت د ایبک ښاروالۍ لخوا په ویشل شوې پلاني ساحه کې د یو شخص د ورثې د زمیندارۍ د بررسۍ بشپړولو او د استخباراتو د ریاست د ساحې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د یادې موضوع معلوماتي پاڼې له افرادو او ادارو څخه راټولې او مرکزي کمېسیون ته وړاندې شي.

دغه راز په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د ایبک ښار په مرکز د چمچق خانې په ساحې کې ۴۱۰۰ جریبه ځمکه د کمېسیون له استول شوي لارښوونې سره سم تثبیت او بررسي شي.

په دغې ناسته کې، د یو لړ اداري مسایلو او د هیئت د لګښتونو په اړه هم بحث وشو او ټینګار وشو چې د بې ځایه لګښتونو مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS