د لوګر ولایت له قومي مشرانو سره د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د رئیس کتنه
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس الحاج مولوي سید امین هاشمي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشت په ۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د چرخ ولسوالۍ د آبجوش، زرسنګ او کته سنګ کلیو له قومي مشرانو او استازو سره د خپل د کار په دفتر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دغې ناسته کې، د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس، د دغه هیئت لایحه له یادو قومي مشرانو سره شریکه کړه او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د امارتي ځمکو د تثبیت په برخه کې له دغه هیئت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په یاد کتنه کې، د نورو په استازیتوب څو تنو قومي مشرانو خبرې وکړې، ويې ویل چې د اسلامي امارت له مسوولینو څخه راضي دي او د اوسني نظام د حکمونو تابع دي او د هغو د تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.
