د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Thu, Apr 27 2023 11:39 AM
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشتې په ۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد هیئت د سرپرست او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې  د هغې ساحې په اړه چې وړاندې د کرنې ریاست او د زندانونو ریاست لخوا د محبسونو د ودانیو له پاره تثبیت شوې او د سیمې اوسیدونکي یې د مالکیت ادعا لري، پریکړه وشوه چې هغوی ته استعلام ورکړل شي ترڅو خپل قانوني سندونه او مدارک هیئت ته وړاندې کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د یاد ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د تخنیکي هیئت لخوا د هغې ساحې په اړه چې تثبیت او تشخیص شوې او یو شخص یې د مالکیت ادعا لري، پریکړه وشوه چې نوموړي ته استعلام ورکړل شي ترڅو خپل قانوني سندونه او مدارک یاد هیئت وړاندې کړي.

یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې د میرانشاه قلعې هغه افراد او اشخاص چې تر دې دمه یې استعلامونه تسلیم کړي نه دي؛ جلب شي او بل شخص ته چې د دغه ولایت په شتل ولسوالۍ کې یې د تیلو ټانک جوړ کړی، استعلام ورکړل شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د عنابه ولسوالۍ پاتې ساحې هم تثبیت او تشخیص کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS