د پکتیکا او بادغیس ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو دناستو جوړیدل

hakeem_admin
Tue, Apr 11 2023 1:19 PM
.

د پکتیکا او بادغیس ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې د روژې میاشت په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو شویو ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې له اصولو او لایحې پر مطابق په سم او کره ډول د کارونو پر ترسره کولو ټینګار وشو.

دغه راز په یاده ناسته کې په لري پرتو سیمو کې د ځمکو د بررسۍ په اړه بحث او د لیکوونو په بڼه د موضوعاتو پر تبدیلولو ټینګار وشو.

په همدې حال کې، د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت په ناسته کې د تېرو موضوعاتو، د ۱۴۰۲ کال له پاره د پلان جوړولو او له خنډ څخه پرته د کارونو پرمخ وړلو په اړه بحث او خبرې وشوې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS