د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د چک او سید آباد ولسوالۍ اړوند د ټوپ دښتې موضوع او د نرخ ولسوالۍ درانۍ ساحه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.
د پورته مواردو په اړه پریکړه وشوه چې د دغو ساحو مدعی او مدعی علیه ته استعلام ورکړل شي او د اشخاصو او د ځمکو د متصرفینو شهرت هم واخیستل شي. یادې شویو ساحو کې درې کادستري قطعې شاملې دي چې د امارت په نوم ثبت او قیدیت لري.
دغه راز په یاده ناسته کې د جلریز ولسوالۍ په سنګلاخ دره کې د داوودخان په نوم د دولتي باغ موضوع بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د کرنې ریاست د ځمکو آمریت په دغې برخه کې څېړنې وکړي او پایله یې له هیئت سره شریکه کړي
په دغې ناسته کې، د جغتو ولسوالۍ د ګلپرک، غوزبي او زرین د خلکو موضوع چې ابتداییه محکمې کې روانه ده بحث لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه چې موضوع د استیناف له محکمې څخه شریکه شي ترڅو یو مرجع ته رسیدګي وکړي.
یو مسلکي ټیم د لنګر دښتې د بیاځل کروکي او نقشې اخیستلو په منظور تعیین شو ترڅو راتلونکې ورځ خپل کار پیل کړي.
