د کابل له والي سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د رئیس کتنه
د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ریاست د کارکوونکو د اړیکو د تنظیم او د کاري فعالیت د زمینې ښه والي او د کاري کتنو په لړ کې د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره کتل.
په دغې لیدنه کې د حقوقي مرستو رئیس د کابل ولایت اړوندو ادارو کې د یاد ریاست د کارکوونکو ستونزې د یاد ولایت له والي سره شریکې کړې او ویې ویل چې مصمم دی ترڅو د دغه ولایت د څوارلسګونو ولسوالیو له سیمه ییزو مقاماتو سره لیدنه وکړي.
په یاد کتنه کې د حقوقي مرستندویانو د خوندیتوب او د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یاد ریاست د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې د آمریت څانګې د فعالیت په اړه هم خبرې وشوې او د کابل والي په دغې برخه کې خپل همکاري اعلام کړه.
په همدې ترتیب د حقوقي مرستو رئیس د کابل ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره هم وکتل. په یاده لیدنه کې، د حقوقي مرستو رئیس په محکمو کې د یاد ریاست د حقوقي مرستندویانو د ستونزو په تړاو خبرې وکړې او د عدليې وزارت د حقوقي مرستندویانو په وړاندې ننګونې یې له نوموړي سره شریکې کړې.
د کابل ولایت د استیناف محکمې رئيس د حقوقي مرستو د رئیس له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د حقوقي مرستندویانو د ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.
د حقوقي مرستو رئیس له هغوی څخه د مننې او قدردانې ترڅنګ د ستونزو د حل په منظور د محکمو د رئیسانو په ګډون د همغږۍ غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه.
