د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Apr 10 2023 10:36 AM
.

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته چې ستونزو هوارولو او چارو کې د لازیاتې همغږۍ په منظور جوړه شوې وه، د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د عدلیې رئیس په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد ریاست کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې خپل دندې د دندو له لایحې او د اصولو مطابق ترسره کړي او د یو بل په چارو کې مداخله و نه کړي.

دغه راز نوموړي د ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل حاضرۍ ته پابنده اوسي او په ټاکل شوي وخت خپلو دندو ته حاضر اوسي او د اړتیا پر مهال له ادارې څخه رسمي رخصتي ترلاسه کړي.

دغه راز د عدليې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل چارو ترسره کولو کې مادیات نه بلکې د لوی څښتن تعالی رضا په پام کې ولري او له حسد، کینې او قومي او ژبني تعصبونو څخه ډډه وکړي.

دغه راز نوموړي هغوی ته توصیه وکړه چې خپل صورت او سیرت له اسلامي شریعت سره سم عیار کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS