د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Apr 08 2023 11:12 AM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او له کمېسیون څخه د استول شویو لیکوونو او د ځینو موضوعاتو په کې بررسي شول.

په دغې ناسته کې له مرکزي کمېسیون څخه د استول شويو لیکوونو په اړه راپور وړاندې شو او په کې شامل موضوعات د تخنیکي هیئت لخوا بررسي شول.

د راپور پر اساس، د جوزجان ځینو اوسیدونکو له کمېسیون څخه پر هغو عامه مرعی ځمکو د کرکیلې اجازه غوښتله چې له کلنو راهیسۍ تر شخړې لاندې وې. هیئت یاد اشخاص وغوښتل او د هغوی د خبرو له اوریدلو څخه یې وروسته له هغوی څخه شرعي او اصولي سندونه وغوښتل.  یادې ځمکې وړاندې د تخنیکي هیئت لخوا بررسي شوې وې.

په همدې حال کې په یوې بلې قضیه کې په جګلدلیک کلي کې د افرادو او اشخاصو لخوا د اصلاح شویو بذري تخمونو ۴۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې او سندونه یې بررسي شول او موظف هیئتونو ته دنده وسپارل شوه ترڅو لازیاتې څیړنې او اړوند اصولي سندونه يې بشپړ کړي.

تخنیکي هیئت د جوزجان په بیلابیلو ساحو او کلیو کې د توظیف شویو ټیمونو راپور واورید او مشخصه شوه چې په مرنجان کلي کې د غصب شویو امارتي ځمکو په اړه بررسۍ بشپړې شوي او پاتي ساحو کې بررسۍ روانې دي.

له بلې خوا هم تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د علماو د شورا له مشرتابه پلاوي سره د یورت مالدارانو د شخړې د حل په تړاو د سترې محکمې د متحد المال د تطبیق او همغږۍ له پاره لیدنه او خبرې وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS