د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو شمېر موضوعاتو په اړه د بحث سربېره، له نږدې څخه ځینې ساحې بررسي شوې.
تخنیکي هیئت د ګلدره غلمین د ځمکو په اړه بحث وکړ او له غونډې څخه وروسته ساحې ته ولاړ او وړاندې شوې سندونو ته یې له ساحې سره سمون ورکړ. هیئت پریکړه وکړه چې د یادې ساحې حدود د دولت له سندونه سره سم ترتیب او دوسیه یې کمېسیون ته ړاندې شوه.
دغه راز تخنیکي هئت د پنبه کار ساحې ته ولاړ او د اشخاصو سندونه یې وغوښتل او هغو ته یې له ساحې سره مطابقت ورکړ.
دغه راز هیئت د د هغو اشخاصو د اظهارنامې فورمونو د اعتبار او عدم اعتبار په اړه چې له ۱۳۵۶ او ۱۳۵۷ کلنو څخه دی، له کمېسیون څخه لارښوونه وغوښتله ترڅو پر مطابق يې اجراآت وکړي.
