د کاپيسا ولایت په صیاد کلي کې ۶۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Apr 05 2023 10:55 AM
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې میاشت په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه ولایت صیاد کلي بازار ته ولاړ او ۶۱ جریبه ځمکه یې په دغې ساحه کې امارتي تثبیت کړه.

په دغې ساحه کې وړاندې ۹۱ جریبه ځمکه د مخکني دولت د تصفیې هیئت لخوا  د دولتي ملکیت په نوم تصفیه شوې وه چې یاده ساحه سیند ته څیرمه موقعیت لري او د ښاروالۍ په تفصیلي پلان کې تفریحي پارک په پام کې نیول شوی دی. دغه ساحه وړاندې هغې ته څیرمه د قومونو ترمنځ ویشل شوې وه او د هغوی په تصرف کې وه.

هیئت اړونده کروکي په ساحه کې تطبیق کړه او مشخصه شوه چې ۶۱ جریبه ځمکه یې په مخکنۍ تصفیه شوې ساحه کې امارتي ده. دغه راز یاد هیئت دغې پایلې ته ورسید چې د مخکنۍ تصفیې هیئت خپل مسوولیت په سم ډول ترسره کړی نه دی او په دغه دلیل مخکنی او اوسنی مساحت توپیر لري.

یاده ځمکه له شخصي ځمکې څخه د تفکیک له پاره مخکې هم نښاني کړل شوې ده.

تخنیکي هیئت د ساحې متصرفینو ته د امیرالمومنین حفظه الله فرمان ابلاغ کړ او له هغوی څخه یې سندونه او دلایل وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS