کندز ولایت کې څه دپاسه ۴۲۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Apr 05 2023 9:20 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې میاشت په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د امام صاحب ولسوالۍ ته ولاړ او څه دپاسه ۴۲۰۰ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه.

تخنیکي هیئت یادې ولسوالۍ ته په سفر سره د حلقه کول ساحې بررسي کړې او ۴۲۵۷ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه.

وړاندې په دغې ساحه کې سترې محکمې د ۸۷۵ جریبه ځمکې موضوع تخنیکي هیئت ته راجع کړې وه چې د هیئت له څېړنو او بررسۍ او د کادستري معلوماتو څخه وروسته څه دپاسه ۴۲۰۰ جریبه ځمکه په ساحه کې امارتي تثبیت شوه.

تخنیکي هیئت د ولسوالۍ سیمه ییزو مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو هر ډول تاسیسات جوړولو او د څاګانو له کیندلو څخه په ساحه کې مخنیوی وکړي او د کادستر مسوولین موظف شول ترڅو ساحه د استرداد او د اجارۍ وروکولو په منظور، سکیچ او کروکي کړي.

یاده ځمکه د غاصبانو او افرادو او اشخاصو تر استفادې لاندې ده او هغوی د ځمکې د اجارې اخیستلو له پاره آمادګي اعلام کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS