د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Apr 04 2023 10:31 AM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې د میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وشوه.

په دغې ناسته کې د غصب شویو ځمکو په اړه د هیئت د سکرتریت راپور چې د هغو دوسیې له محکمې څخه راجع شوې وه، وړاندې شوه او مشخصه شوه چې یو اندازه امارتي ځمکې د جوزجان ولایت په بېلابېلو ساحو کې غصب شوي دي.

د راپور په اساس، د حمام ساحه د تفحصاتو آمریت ملکیت د خلکو لخوا غصب شوی او تاسیسات په کې جوړه شوې دي. د جوزجان مرکز په سه شنبه کلي کې هم یو اندازه امارتي ځمکه د ځايي اوسیدونکو لخوا غصب شوې ده.

هیئت د سه شنبې کلي غصب شوې ساحې له نږدې څخه ولیدلې او بررسي کړې او له ځايي مشرانو او اوسیدونکو سره یې وکتل او هغوی ته یې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان، کمېسیون او اړوند مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په یادو ساحو کې کرکیله، تاسیسات جوړول، د ژورو او نیمه ژورو څاګانو کیندل ترسره شوي او هیئت مسلکي ټیم موظف کړ ترڅو ساحه او د هغې اصولي او شرعي سندونه بررسي کړي او راپور یې هیئت ته وړاندې کړي.

د مرنجان، کوکلداش، ترکستان ښارګوټي، منګوتي، د افغانګاز تصدۍ، جګدلیک، پمپ خانه او د خواجه دوکوه، قوشتپه او د جوزجان ولایت د مرکز ولسوالیو ترمنځ د عامه مرعی ځمکې  په ساحو کې د غصب شویو امارتي ځمکو د بررسۍ او سندونو راټولولو له پاره د توظیف شوي ټیم راپور هم وړاندې شو.

د  توظیف شوي ټیم د راپور پر اساس، د ځینو ساحو بررسۍ بشپړې شوي او د ځینو نورو ساحو اوس هم دوام لري چې د بشپړ شویو ساحو راپور به ډیر ژر کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS