د هلمند ولایت تخنیکي هیئت په مارجې ولسوالۍ کې د ۶۵۰ جریبه ځمکې له غصب څخه مخنیوی وکړ

hayat_admin
Mon, Apr 03 2023 11:04 AM
.

د هلمند ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ له غصب شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره کړل.

تخنیکي هیئت یادې ولسوالۍ ته په سفر سره ۶۵۰ زره جریبه ځمکه چې د اسلامي امارت له فتحې څخه دمخه ویشل شوې وه، بررسي کړه. د یادې ځمکې ۶۰۰ زره جریبه څړځای دی.

تخنیکي هیئت پر یادې ځمکې د غاصبینو لخوا په خپلسر جوړ شوي تاسیسات او کورونه او برمې ویجاړې کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

هیئت پر ځايي خلکو ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د حکم د تطبیق په برخه کې هیچا ته د امارتي ځمکو د غصب اجازه نه ورکوي او ډیر ژر به د ځمکو او عام المنفعه ځايونو د غاصبینو نومولړ ترتیب کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS