د غور ولایت له یو شمېر اوسیدونکو او مرکز کې د ځمکو له متصرفینو سره ددغه ولایت د تخنیکي هیئت د رئیس کتنه

hayat_admin
Wed, Mar 29 2023 10:04 AM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه ولایت د مرکز اړوند د غلمین ساحې د قلعچه له  یو شمېر اوسیدونکو او د ځمکو متصرفینو سره وکتل.

یاد شویو اوسیدونکو او متصرفینو ادعا درلودله چې یاده شوې ساحه د هغوی میراثي ځمکه ده او له کلنو راهیسې د هغوی تر کښت او کرنې لاندې ده او پخوانیو حکومتونو  هم پرې کومه ادعا نه درلودله.

د تخنیکي هیئت رئیس د امارتي املاکو د غصب اړوند د قضیو په اړه له هغوی سره بحث وکړ او د کمېسیون او تخنیکي هیئت په اړه یې هغوی ته معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي هیئت رئیس له هغوی څخه وغوښتل چې له ویشل شویو استعلامونو سره سم خپل سندونه دغه هیئت ته وړاندې کړي ترڅو بررسي شي او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS