د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Mar 29 2023 9:17 AM
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ځینې مهم موضوعات په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د هوايي ډګر، مومن خیل، چوني او رباط ساحو د سندونو په بررسۍ ټینګار وشو او مرکزي کمېسیون ته د مموزیو ساحې د سندونو او د مقاوه ساحې نظارتي قرار د استولو پریکړه وشوه.

دغه راز په یاده ناسته کې، د امارت د قضایاو آمریت ته د ځمکو د غصب کمېسیون اړوند د عریضو او لیکوونو په عاجل ډول د سپارلو، تصمیم ونیول شو او راتلونکي ورځ له پاره هم پلان جوړ شو.

په همدې حال کې، د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په مرکز ولسوالۍ کې لزیر کلي ته ولاړ او د شګات الار ساحې په نوم تر دعوا لاندې ساحه یې د قضیې د لورو په حضور سره او د دواړو لورو د سندونو په پام کې نیول سره بررسي کړه.

یاد شوي هیئت د ښکیلو داوړو لور وکیلانو ته لارښوونه وکړه چې خپل سندونه د تخنیکي هیئت ریاست ته حاضر کړي او خپل دوسیه تعقیب کړي. یاد شوي هیئت هغوی ته ډاډ ورکړ چې د هغوی قضیه به په شفاف او بې پرې ډول بررسي شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS