د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د پکتیا له عدليې ریاست څخه لیدنه وکړه

hakeem_admin
Sat, Mar 25 2023 10:13 AM
.

د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد زرین ساجد پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د شعبان په ۲۷ نېټه د دوشنبې په ورځ یې ددغه ولایت له عدليې ریاست څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د عدليې ریاست څخه د لیدنې په ترڅ کې د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او ددغه ریاست له کارکوونکو سره وکتل او له هغوی سره یې خبرې وکړې.

.

د پکتیا د عدليې رئیس د دعوت او ارشاد رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نبوي سنتو په مطابق د کارکوونکو د سیرت او صورت برابرولو او له عدليې وزارت څخه عدليې ریاستونو د دیني درسونو استول شوی چپتر چې هره ورځ د ماسپښین له لمانځه څخه وروسته کارکوونکو ته وړاندې کیږې، په اړه یې نوموړي ته معلومات ورکړل.

د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس هم ددغه وزارت د مقام د لارښوونې په مطابق له نبوي سنتو سره سم د کارکوونکو د سیرت او صورت برابرولو په اړه خبرې وکړې. دغه راز نوموړي د پکتیا د عدليې ریاست چارې مثبتې و ارزولې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS