د میدان وردک او لوګر ولایتونو ترمنځ د مرزي کرښې د سرحدي ساحې د اوسیدونکو شخړه بررسي شوه

hakeem_admin
Sat, Mar 25 2023 9:18 AM

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت برکي برک ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددغې ولسوالۍ او د میدان وردک ولایت ترمنځ له سرحدي سیمې څخه چې د هغو د اوسیدونکو  تر شخړې لاندي ده، لیدنه وکړه.

یاده شوې مرزي لیکه چې د برکي برک ولسوالۍ په نوبرجه او تګاب او د میدان وردک په دراني او موشک خیل کلیو کې غزیدلې د دواړو خواوو د اوسیدونکو تر شخړې لاندې ده او هیئت د موضوع د بررسۍ له پاره موظف شوی دی.

تخنیکي هیئت ددغه کاري سفر په ترڅ کې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ او د میدان وردک د سیدآباد ولسوالۍ له سیمه ییزو مقاماتو سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

ځايي اوسیدونکو هم په دغې ناسته کې ګډون درلود او له تخنیکي هیئت څخه یې وغوښتل چې مرزي لیکه مشخصه کړي او دغه شخړه پای ته ورسوي.

تخنیکي هیئت هم ځايي اوسیدونکو ته د موضوع له حل څخه ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS