د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Sat, Mar 25 2023 8:49 AM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۸ نېټه ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد شوي هیئت د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې هم عملي اقدامات ترسره کړل.

دغې ناسته کې د مخکنۍ ناستې پریکړو څخه بیا کتنه وشوه او یاد شوي هیئت د تبلیغي مرکز له پاره د ۱۰۲ جریبه ځمکې د تثبیت او تشخیص په منظور ددغه مرکز له مسوولینو سره وکتل.  دغه هیئت د یاد شوي مرکز له مسوولینو  څخه د ځمکې د لیږ اړوند سندونه وغوښتل او د هغوی خبرې یې واوریدې.

هغوی اړوند سندونه تخنیکي هیئت ته وړاندې کړل چې له ارزونې څخه وروسته  مشخصه شوه چې د یاد شویو سندونه کار له ولایت څخه بشپړ شوی خو په مرکز کې د چارو اداره هغه رد کړی او منظور شوی نه دی. هیئت وویل چې موضوع له مرکزي کمېسیون سره شریکیږي او د کمېسیون له لارښوونې سره به سم اجراآت وشي.

دغه هیئت له غونډې څخه وروسته ددغه ولایت د علینګار ولسوالۍ پړاويي ساحې ته هم سفر وکړ او دغې ساحه کې يې کادستري نقشه پر ۱۱۲ جریبه امارتي ځمکه تطبیق کړه او ددغې ځمکې له مدعیانو سره یې هم وکتل.

هیئت له هغوی څخه قانوني سندونه وغوښتل چې هغوی له دغې ځمکې څخه هیڅ ډول سند نه درلود او ویې منله چې یاده ځمکه عامه مرعی ده.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS