د عدليې وزارت د رهبري شورا ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Mar 21 2023 9:19 AM

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او ددغه وزارت د معینانو، مرکزي رئیسانو او د قوانینو د طرحې پروژې د شیوخو او مفتیانو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د تقنین په لوی ریاست او ددغه وزارت د شیوخو کمېټو کې د تنظیم او اصلاحاتو، د رئیسانو او مامورینو د حاضرۍ، د کار په وختونو کې د تېلفون کارول، ددغه وزارت د امنیت د تحکیم، د حج په مراسمو کې ددغه وزارت د کارکوونکو د برخې اخیستلو او ددغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو لخوا د قانوني رخصتۍ اخیستلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

دغې ناسته کې، له هر اړخیز بحث څخه وروسته د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پریکړې او تصمیمونه ونیول شول او د اړوندو کمېټو او رئیسانو ته د هغو د عاجل تطبیق په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS