کاپیسا ولایت کې ۶۵۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Tue, Mar 21 2023 9:13 AM
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د راتلونکې میاشت د کاري پلان د ترتیب او د پاتي امارتي ساحو د استرداد په اړه چې په غیر قانوني ډول غصب شوي او تاسیسات پرې جوړ شوي د یوې مناسبې حل لارې موندلو په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

دغي ناسته کې، د راتلونکې میاشت له پاره یو کاري پلان ترتیب شو او پریکړه وشوه چې د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت مرکز کې تپه سولانک او د نجراب ولسوالۍ جنګل باغ  کې تثبیت شویو امارتي ساحو ته ولاړ شي او تثبیت شوې امارتي ساحې د ټاکل شوي وخت له پاره په اجاره ورکړي. دغه راز پریکړه وشوه چې پر امارتي ساحو جوړ شوي تاسیسات ویجاړ او د استفادې او ساتنې له پاره یې اړوندو ارګانونو ته تسلیم کړي.

.

دغه راز په یاده ناسته کې، پریکړه وشوه چې ددغه ولایت په کچه امنیتي ارګانونو ته لیک ورکړل شي ترڅو وروسته له دې په بشپړ جدیت له امارتي ساحو څخه ساتنه وکړي او استرداد شویو ساحو کې د بیاځل تاسیساتو له جوړولو او له غصب څخه مخنیوی وکړي.

دغه هیئت، تېره اوونۍ د امارتي ساحو د استرداد له پاره ددغه ولایت تګاب ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ له امارتي مقاماتو سره یې وکتل او په امارتي ساحو کې د غصب د مخنیوي او د تاسیساتو جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.

یاد شوي هیئت ددغې ولسوالۍ له ځايي مقاماتو سره یوځای د غازي آباد کلي ته ولاړ او د ځمکو د استرداد پروسه یې پیل کړه. یاد شوي هیئت پر غصب شویو ساحو جوړ شوي څلور دیوالۍ ویجاړې کړې او ۶۵۰ جریبه ځمکه یې له غاصبینو څخه آزاده او اړوندو مسوولینو ته یې وسپارله ترڅو د بیاځل غصب څخه یې مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS