د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
ددغې ناستې په پيل کې د تېرې ناستې له پریکړو څخه بیاکتنه وشوه او کاسي کې د پنبه کار ځمکې موضوع بررسي شوه او دواړه لوري غونډې ته حاضر شول؛ د دواړو لورو نظرونه واوریدل شول او له بحث او بررسۍ څخه وروسته پریکړه وشوه چې د دعوا لوري خپل سندونه او مدارک د لازیاتې بررسۍ له پاره هیئت ته وړاندې کړي.

دغې ناسته کې د پشته ګاو مرګ کې ځمکه لرونکي اشخاص حاضر شول او ویې ویل چې له خپل زمیندارۍ څخه د اعتبار وړ سندونه لري چې د ځمکو او املاکو په اداره کې هم ثبت دي. یاد شوي هیئت تصمیم ونیو چې یادو شویو اشخاصو ته وخت ورکړل شي ترڅو دغه هیئت د املاکي دفترونو له مخې د خپل زمیندارۍ معلومات وړاندې کړي.
د شنې ساحې د تصرف په تړاو، د فیروزکوه مرکز دوه تنه اوسیدونکي غونډې ته حاضر شول او له هغوی څخه سندونه وغوښتل شول. یاد شویو اشخاصو د محکمې قباله او د بانکي آویز او د ښاروالۍ آویز کاپي هیئت ته وړاندې کړې او موضوع د لازیاتې بررسۍ او څېړنې له پاره راتلونکې غوڼدې ته وځنډول شوه.