د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مخکنۍ ناستې پریکړې په کې و اروزل شوې او تخنیکي هیئت د احصایې او معلوماتو ریاست تعمیر پر ځمکې د جوړې شوې ودانۍ، د سلطان غازي بابا ښارگوټي اړوند د لوړ پوړیزو ودانیو د ځمکې او د پوهنې ریاست اړوند د معلمینو د ښارګوټو د ملکیتونو د تثبیت او تشخیص په موخه بحث او خبرې وشوې.
د احصایي او معلومات ریاست د ځمکې په اړه پریکړه وشوه د معلوماتو لاسته راوړلو له پاره درې رسمي استعلامونه د ښاروالۍ، احصایي ریاست او مدعا شخص ته ورکړل شي ترڅو هغو ته ځواب ورکړي. او د پوهنې ریاست د معلمینو ښارگوټي په اړه پریکړه وشوه چې د پوهنې ریاست استازی راتلونکي غونډې ته را وغوښتل شي او ددغه ښارگوټي د نقشې، د غاصبینو شهرت او د نور مواردو په اړه له نوموړي معلومات وغوښتل شي.
په دغې ناسته کې د بلند منزلو پر غصب شویو ځمکو د متصرفینو د جوړشویو کورونو د لګښتونو ټاکلو له پاره د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس تر مشرۍ لاندې او د کرنې ریاست، د ښاروالۍ ریاست، د عدلیې ریاست او ددغه ولایت د مستوفیت په غړیتوب څخه یو فني هیئت تعیین شو ترڅو دغې مسالې ته رسیدګي وکړي.
