د ننګرهار ولایت له والي او اوسیدونکو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي کتنه

hayat_admin
Wed, Mar 15 2023 2:41 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه پلاوي، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت، لوی څارنوالۍ د سرپرستانو او د چارو د ادارې د لوی رئیس په ګډون د ننګرهار ولایت له والي الحاج ملا محمد نعیم آخوند سره ددغه ولایت د ښاروالۍ په میلمستون کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس ددغه کمېسیون غړي د ننګرهار ولایت والي ته وروپېژندل او له نوموړي سره يې دغه ولایت ته د یاد کمېسیون د غړو د سفر موخه شریکه کړه او دغه راز ساحو ته د تخنیکي ټیمونو د استولو او د دوسیو د بررسۍ په اړه له نوموړي سره خبرې وکړې.

وروسته یاد کمېسیون د جلال آباد ښار د لومړۍ او دریمې ناحیو له اوسیدونکو سره ددغه ولایت د ښاروالۍ په مېلمستون کې د بېلابیلو ناستو په ترڅ کې وکتل او له هغوی څخه یې د هغوي په تصرف کې د ځمکو په اړه سندونه وغوښتل او هغوی ته يې د قانون په چوکاټ کې د ترحم او شفقت ډاډ ورکړ.

دغه راز یاد کمېسیون ددغه ولایت د سرخ رود ولسوالۍ د ګیلاني ښارګوټي له اوسیدونکو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدلې او له  هغوی څخه یې د هغوي په تصرف کې د ځمکو په اړه، سندونه وغوښتل.

ددغه کمېسیون رئیس هغوی ته وویل؛ هغه ځمکې چې معتبر سندونه و نه لري، د امارت ملکیتونه دي او د هغو په اړه له هیچا سره معامله او تسامح نه کیږي.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه د کنړ ولایت د تخنیکي هیئت له غړو سره ددغه ولایت د ښاروالۍ په مېلمستون کې وکتل او هغوی ته یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ددغه کمېسیون مشرتابه د کنړ ولایت تخنیکي هیئت ته؛ په کارونو کې د چټکتیا او د مقررې او اړوند لایحې د بشپړ پلي کولو ټینګار وکړ.

د کنړ ولایت تخنیکي هیئت هم خپل ننګونې او ستونزې ددغه کمېسیون له مشرتابه پلاوي سره شریک کړل چې هغوی ته د کمېسیون له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS