بدخشان ولایت کي ۱۳۰۰ جریبه ځمکه امارتی تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Mar 15 2023 1:48 PM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ددغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په کوچه حصار دښته کې د سپین زر دولتي شرکت د ملکیت د ۱۶۳۹ جریبه ځمکې د سروې او تثبیت راپور وړاندې شو.

ددغې بررسۍ په پایله کې، ۱۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شو خو یو شخص د هغې په ۳۵۰ جریبه د مالکیت ادعا لري او د کادستر ټیم د سروې خڼد ګرځېدلی دی. وړاندې شوي سندونه د یاد شخص لخوا هم بررسۍ لاندې ونیول شول او د سروې ټیم ته لارښوونه وشوه چې بېرته ساحې ته ولاړ شي او د یاد شخص تر ادعا لاندې ځمکه سروي کړي او راپور یې راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

دغې ناسته کې، د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د عمل پلان په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او د تخنیکي هیئت سکرتریت ته دنده وسپارل شوه چې یاد پلان ترتیب او له مرکزي کمېسیون سره یې شریک کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS