د پکتیا ولایت تخنیکي هیئت د مموزي قوم له مشرانو سره وکتل
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه ولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزي قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل.
دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د ځمکو د غصب د مخنیوي کړنلارې په اړه هغوی ته معلومات وړاندې کړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دغې ساحه کې د غصب شویو ځمکو د پولو د ټاکلو په برخه کې، د غاصبینو د معلومولو او دغې ساحه کې د لا زیات غصب د مخنیوي په اړه له دغه هیئت سره همکاري وکړي.
د مموزي قوم مشرانو او مخورو له دغه هیئت سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
