د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې له دوکاندارانو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي کتنه

hayat_admin
Tue, Mar 14 2023 11:55 AM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه پلاوي د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او اړوندې ځانګړې محکمې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې د دوکاندارانو او د مارکېټونو له مالکانو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

.

دغه پلاوي، د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واوریدلې او د ننګرهار ولایت ښاروالۍ ته يې لارښوونه وکړه ترڅو د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

دغه راز یاد کمېسیون، ددغې ناحيې د زوړ ښار له اوسیدونکو سره وکتل او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واوریدلې او له هغوی څخه یې د هغوی د ملکیت سندونه وغوښتل.

یاد شوي کمېسیون د ننګرهار ولایت ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د قانون په چوکاټ کې له هغوی سره همکاري وکړي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS