بغلان ولایت کي ۱۵۰۰ جریبه ځمکه داوطلبۍ ته ورکړل شوه
د بغلان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د خپلو عملي کارونو په لړ کې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۱۹ نېټه د شنبې په ورځ د کرنیزو خدمتونو د یو شمېر شرکتونو او پانګوالو د غوښتنې پر اساس ددغه ولایت خواجه الوان ساحې ته ولاړ.
یاد شوي تخنیکي هیئت ۱۵۰۰جریبه ځمکه چې مخکې امارتي تثبیت او استرداد کړې وه، د هېواد د اقتصادې ودې او د داخلي پانګوالو د تشویق او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په غرض د اجارې ورکولو دواطلبې ته وړاندې کړه.
