د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Mar 14 2023 10:57 AM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۱۹ نېټه د شنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د احصایي او معلوماتو ریاست ودانۍ د ځمکې د تثبیت او تشخیص په موخه، ددغه ریاست له رئیس او ددغې ځمکې له دوه تنو دعوا درلودونکو سره وکتل او د دواړو لورو څرګندونې یې واوریدلې او له هغوی څخه یې قانوني سندونه وغوښتل.

پر دې سربېره، دغه تخنیکي هیئت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو د سیمې د ۸۶ جریبه امارتي تثبیت شوې ځمکې له څو تنو دعوا درلودونکو سره وکتل او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

.

په دوام کې، تخنیکي هیئت د سلطان غازي بابا ښارگوټي د بلند منزلو د ځمکې له متصرفینو او د دغې ځمکې له مالکانو سره وکتل. ددغې ناستې په پایله کې، متصرفو اشخاصو دا ومنله چې دغه ځمکه د ښاروالۍ ریاست له خوا د بلند منزلو جوړولو له پاره ویشل شوې او ددغې ځمکې د مالکانو حق دي. دغې برخه کې له متصرفو اشخاصو څخه اقرار لیک واخیستل شو چې دوی به دا ساحه تخلیه کوي او ځمکه به یې مالکانو ته سپاري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS