ننګرهار ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه هیئت سفر

hayat_admin
Wed, Mar 08 2023 3:27 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه هیئت د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او د کرنې او اوبو لګولو، ښارجوړولو وزارتونو د سرپرستانو، لوی څارنوالۍ، د چارو د ادارې د لوی رئيس، د سترې محکمې او ددغه کمېسیون د ځانګړې محکمې د استازو په غړیتوب، د ۱۴۴۴ کال د شعبان میاشت په ۱۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د غصب شویو ځمکو د استرداد په منظور  ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

د یاد کمېسیون مشرتابه، د شعبان میاشت په ۱۶ نېټه  نن چهارشنبې د سهار په ۹ بجو  ددغه ولایت  د تخنیکي هیئت په ملتیا خپل کار د غصب شویو ځمکو د استرداد په موخه عملاً پیل کړ. ټاکل شوې، یاد کمېسیون د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو مسوولینو په همغږۍ سره د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې چټک او قاطع اقدامات ترسره کړي.

د یاد کمېسیون د مشرتابه هیئت، د ننګرهار ولایت د علماو د شورا له غړو، د استخباراتو رئيس، امنیه قوماندان، او ددغه ولایت له نورو ولایتي مقاماتو سره وکتل او ددغه کمېسیون د فعالیتونو او موخوو او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه هغوی ته معلومات وړاندې کړل. یاد هیئت، له ولایتي مسوولینو او ددغه ولایت د علماو له شورا څخه له دغه کمېسیون سره د هراړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغې ناسته کې، د علماو شورا او ددغه ولایت ولایتي مسوولینو له یاد هیئت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دولتزیو قوم مشرانو او مخورو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له مشرتابه سره، د ننګرهار ولایت د مرستیال او ددغه ولایت د تخنیکي هیئت په حضور کې وکتل.

په دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه د هغو ښارګوټو په اړه چې دولتزي قوم په غیرقانوني ډول پر امارتي ځمکو جوړ کړي، له هغوی سره خبرې وکړې.

د یاد قوم مشرانو هم خپل غوښتنې او وړاندیزونه ددغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړل او د خپلو غوښتنو له پاره د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS