د غور او بغلان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Wed, Mar 08 2023 2:41 PM
.

د غور او بغلان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم یادو شویو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې په شنې ساحې او فامیلیو سړک کې د یو شخص نمرې بررسي شوې او پریکړه وشوه چې یو مسلکي ټیم موظف کړل شي ترڅو ساحه له نږدې څخه بررسي کړي.

په دغې ناسته کې په سوخته کلي کې د یو مخابراتي آنتن د پایې په تړاو پریکړه وشوه چې ددغې ساحې زمینداران راتلونکې غونډې ته وغوښتل شي.

یاد هیئت په سنګر کشف کې د مخابراتي آنتن د ساحې په تړاو ساحې ته ولاړ او د آنتن چاپیره ځمکو څخه یې لیدنه وکړه او هم يې د یادو ځمکو جي پي اس واخیست. یاد شوي هیئت ددغې ساحې زمیندارانو ته یې وویل چې هیڅوک د تثبیت شویو ساحو د تصاحب او غصب حق نه لري. دغه راز یاد هیئت له زمیندارانو څخه د هغوی د ځمکو سندونه او مدارک وغوښتل.

.

په همدې حال کې د بغلان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د قول حمام نساجي ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې یې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړ.

د یادې ساحې خلکو یو ورځ وړاندې د عریضې په ترڅ کې دغې ساحه کې د افرادو او اشخاصو لخوا د امارتی ځمکو د پېرلو او پلورلو په اړه خبر ورکړی وو.

یاد شوي هیئت ساحه کې په حضور سره د قضیې عاملین احضار کړل او له هغوی څخه یې قانوني سندونه او مدارک وغوښل او هم یې هغوی ته استعلام وویشل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS