د بادغیس او کابل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Wed, Mar 08 2023 2:33 PM
.

د بادغیس او کابل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره شول.

د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته د مقر ولسوالۍ د محمدزیو او ترکي قومونو موضوع بررسي شوه او دغې ولسوالۍ ته د دواړو لور لخوا د یوبل د ملکیتونو د ویجاړولو او تجازو څخه د ډډې کولو په اړه د لیک واستول شو.

دغه راز په دغې ناسته کې، د یو شخص او ښاروالۍ موضوع بررسي شوه او له یاد شخص او د نوموړي له وکیل څخه سندونه او مدارک هم وغوښتل شول.

دغه هیئت، یو شخص چې د پستې ځنګل کې د بند نهر آب په سیاه سنګ ساحه کې ۱۰ جریبه ځمکه ویجاړه کړې وه، احضار کړ او له نوموړي څخه یې سندونه وغوښتل. یاد شخص سندونه نه درلودل او ددغې ځمکې پر عامه توب یې اعتراف وکړ او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې پر یاده ځمکه به مالکانه تصرف نه کوي.

په دغې ناسته کې، یو شمېر اشخاص د بادغیس ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه هم جلب شول ترڅو راتلونکې غونډې ته حاضر شي.

.

په همدې حال کې، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د راتلونکي هجري لمریز کال له پاره تفصیلي پلان جوړ شو او د تېرې یوې اوونۍ اجراآت بررسي او پایله یې ونیول شوه او مرکزي کمېسیون ته د استولو له پاره دوه راپورونه جوړ کړل.

په دغې ناسته کې، د سندونو او دوسیو د بررسۍ په منظور یو ټیم جوړو شو او د کاري روند پر چټکتیا ټینګار وشو.دغه راز په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د ځمکو ادارو او محکمې سره د کار چټکتیا په موخه غونډه جوړه شي ترڅو هیئت ته په وخت معلومات وړاندې کړي.

پر دې سربېره، د ځمکو د غصب مخنیوي قطعې په دغې اوونۍ کې د چهار آسیاب ولسوالۍ له زیاتو ساحو څخه لیدنه وکړه، او د څا د کیندولو چارې يې په بېلابیلو ساحو کې له دغې جملې څخه د ګلبدین ښارګوټي کې بندې کړې او یاد اشخاص یې کمېسیون ته واستول چې د هغوی سندونو بررسي شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS