پروان ولایت کې څه دپاسه ۳۲۲ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ په خم کلان ساحه کې دوو کلیو ته ولاړ او یادې شوې ساحه کې یې د ۴۸ غاصبینو پر کورونو او کرنیزو ځمکو يې خپل عملي اجراآت وکړل.
یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې ۳۲۲.۳۱۴ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت کړه او ۳۹.۸۰۴ جریبه یې له غاصبینو څخه استرداد کړه.
په همدې توګه یاد هیئت ددغې ساحې د تصفیې په منظور د غاصبینو جدول ترتیب کړ.

په همدې حال کې د هرات ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د هریرودو سیند ته څیرمه د باغستان ها ښاروګوټي موضوع ددغې حوزې د سیندونو د ریاست د انجنیرانو په حضور سره بررسي شوه او یاد انجنیران ددغه سیند د حریم تثبیت له پاره موظف شول.
دغه راز په یاده ناسته کې د مسلخ ۱۲۱۰ جریبه د ملکیتونو موضوع بررسي شوه او د مستوفیت د مسوولینو لخوا دغې برخه کې معلوماتو وړاندې شول.
په یاده ناسته، د امارتي تثبیت شویو ساحو د پولو او کروکي له پاره د هیئت د تعیین په اړه چې دشت میرمنه، چمن رباط غوریان، پهلوان پیري ساحې، رباط سرخ، مسلخ او نورې ساحې په کې شاملې دي بحث وشو او د ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وشو.