د فراه ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Mar 06 2023 11:17 AM
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو لړ موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

هیئت د ګلستان ولسوالۍ په چکاو ساحه کې د افرادو او اشخاصو تصرف لاندې د امارتي ځمکو په اړه پریکړه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې د ساحې څخه له نږدې لیدنه وکړي. په قلعه کاه ولسوالۍ کې د اشخاصو د شخړې په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت په راتلونکې کې ساحې ته ولاړ شي.

.

هیئت د فراه مرکز اړوند یو اندازه ځمکه چې د اشخاصو لخوا پېرل شوې او اوس امارتي تثبیت شوې له هغوی څخه راوګرځوله او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې له هغه لوري سره دعوا وکړي چې ځمکه یې پر تاسو پلورلې ده. دغه ځمکه د کرنې ریاست د څیړنیز فارم اړوند ده.

په یاده ناسته کې هیئت د فراه مرکز اړوند د جوي ګوت غلامان په ساحه کې د شخړي لوري وغوښتل ترڅو د هغوی موضوع حل کړي. یو شمېر اشخاص هم د هیئت راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS