د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت هم له یوې ساحې څخه لیدنه وکړه.
د تخنیکي هیئت په ناسته کې سیدآباد او جغتو ولسوالیو ته د هیئت د سفر راپور وړاندې شو.
دغه راز د هیئت سکرتریت د کوټه عشرو د دوسیې او تخنیکي هیئت ته د نورو استول شویو عریضو او دوسیو په اړه معلوماتو وړاندې کړل.
په یاده ناسته کې د تخنیکي کمېټې د جوړولو په منظور ولسوالیو ته د سفر، له ساحو څخه د لیدنې او له والي او د استیناف محکمې له رئیس سره د شته ستونزو د هوارولو په منظور یو لړ تصمیمونه ونیول شول.
تخنیکي هیئت د ناستې له جوړیدلو څخه وروسته کوټه عشرو ساحې ته سفر وکړ او په ساحه کې د دواړو لور په حضور سره يې لازم اجراآت ترسره کړل.
