د کندهار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Mar 06 2023 10:39 AM
.

د کندهار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ۱۴۴۴  هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د کندهار ولایت د عدليې رئیس او ددغه ریاست د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د عدليې رئیس په کې د انسان د پیدایښت، د انسان مړینې، د ژوند ارزښت، په ژوند کې د نیکو عملونو ترسره کولو او له مرګ څخه وروسته د ژوندې کیدلو په اړه خبرې وکړې او د مخکنۍ ناستې موضوعات تعقیب شول او اړوندو آمریتونو د خپلو اجراآتو راپور وړاندې کړ.

.

په یاده ناسته کې، د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه لکه، ددغه ولایت ولسوالیو کې د معاملو لارښوونو، موټر پلورنځیو او اتحادیو له پاره د جواز ویشل او د هغوی له کارونو څخه د نظارت، د امارت د قضایاو د آمریت اړوند دوسیو بررسۍ او تعقیب، د حقوقو د آمریت د لیږد، د حقوقي مرستو د آمریت اړوندو چارو د تنظیم، د کلني راپور د ترتیب، له آمرینو څخه د اطاعت، آمریتونو کې د شته ستونزو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول. دغه ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدله.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS