د کارګرانو اتحاديې له غړو سره د عدليې وزارت د انسجام د لوی رئیس کتنه

hayat_admin
Wed, Mar 01 2023 2:25 PM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د کارګرانو اتحاديې له یو شمېر غړو سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې، د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغې ناستې ګډونکوونکې یې خپل مسوولیتونو او مکلفیتونو ته متوجې کړل. دغه راز نوموړي د اسلامي نظام د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او هغوی یې له اسلامي نظام څخه ملاتړ ته وهڅول. نوموړي وویل چې اسلامي نظام د ملت ټولو حقونو ته ژمن دی او هغه وړ اشخاص چې  اسلام، نظام او خپل هېواد ته ژمن وي، د ټولنې چارو مشرتابه کې ګماري.

.

د انسجام لوی رئیس وویل چې موږ هڅه کوو او خپل مسوولیت او مکلفیت ګڼو چې د اتحادیو ستونزې او ننګونې د شریعت په چوکاټ کې حل کړو.

په یاده ناسته کې د جمعیتونو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني د موضوع په اړه خبرې وکړې او یو شپږ کسیزه کمېټه ددغې ناستې د ګډونوکوونکو په برخه اخیستلو سره جوړه شوه. ټاکل شوې چې راتلونکې شنبې هم ددغې کمېټې له غړو سره ناسته جوړه شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS