پروان ولایت کې څه دپاسه ۲۰۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او په ۳۵ کورونو او کرنیزې ځمکې د غاصبینو د تثبیت او تشخیص بهیر يې پیل کړ.
یاد شوي هیئت ددغې بررسۍ پایله کې ۲۰۷.۵۱۶ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړه او د تصفیه په منظور یې د غاصبینو جدول بشپړ کړ.
په همدې حال کې د ارزګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شو او د ترینکوټ ولسوالۍ عباسعلي کلي په اړه پکې بحث او خبرې وشوې.
په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې دغه موضوع مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
