زابل ولایت کې دوې موټر پلورنځۍ د غیرقانوني فعالیتونو په دلیل وتړل شوې

hayat_admin
Tue, Feb 28 2023 2:47 PM
.

د زابل ولایت د عدليې ریاست موظف هیئت ددغه ریاست د انسجام د بررسۍ او جوازونو مدیر او حقوقي مرستندوی په ګډون ددغه ولایت په مرکز کې د موټورو له پلورنځیو څخه، لیدنه او نظارت وکړ.

یاد شوي هیئت ددغې لیدنې په ترڅ کې دغه ښار کې له ۲۴ موټر پلورنځیو څخه لیدنه او نظارت وکړ چې له دغې جملې څخه ۲۲ د موټرو پلورنځیو د فعالیت جواز درلود او د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست له اصولو سره سم يې فعالیت کوي. خو ۲ نورو موټر پلورنځیو چې د فعالیت جواز یې نه درلود او په غیر قانوني صورت یې فعالیت درلود، د یاد هیئت لخوا مهرلاک او وتړل شوې.

.

د زابل ولایت د عدليې ریاست مسوولین هڅه کوي ترڅو ددغه ولایت اوسیدونکو له پاره غوره او په وخت چوپړتیاوې وړاندې کړي او هیچا ته اجازه ور نه کړي ترڅو له جواز څخه پرته او په غیر قانوني ډول فعالیت وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS