بادغیس ولایت کې څه دپاسه ۳۲ زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه د مساحت له تعیین څخه وروسته د کرنې ریاست ته وسپارل شوه

hayat_admin
Mon, Feb 27 2023 11:17 AM
.

د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د سنګ آتش ولسوالۍ په پسته لیق کې د چهل ګزي ساحې ته ولاړ او د «لاغري، باغبانان او محمکې» قومونو له مشرانو سره وکتل او د تخنیکي هیئت او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون په اړه یې هغوی ته معلومات وړاندې کړل.

په دغې کتنه کې، خلکو او د قومونو استازو خپل ستونزې له تخنیکي هیئت سره شریکې کړې او مشخصه شوه چې لاغري قوم د شخړې لاندې ټوله ساحه تصرف کړې او نورو قومونو ته له څړځای څخه د استفادې اجازه نه ورکوي.

یاد شوي هیئت مغصوبه ځمکه چې ۳۲۶۰۷.۲۶۱۶ جریبه ده، ولیدله او مساحت کړه. دغه هیئت د شخړې لاندې ساحې له بررسۍ څخه وروسته یوځل بیا له یادو شویو قومونو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې هیڅوک نه شي کولای چې عامه مرعی ځمکه شخصي کړي او ټولو مالداران حق لري چې وښو څخه یې ګټه پورته کړي.

یاد شوي هیئت پر هغوی ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي او لاغري قوم هم ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به د نورو قومونو نه مزاحم کیږي او د عامه مرعی ځمکو له غصب څخه لاس واخلي.

یاده شوې ساحه له تشخیص څخه وروسته خط اندازي او پولې یې تعیین شوې او د کرنې ریاست مسوولینو ته وسپارل شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS