د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Feb 23 2023 12:07 PM
.

د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او عدليې وزارت د مالي او اداري معین، مرکزي رئیسانو او مسوولینو په ګډون ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د حقوقو د لوی ریاست له کارکوونکو څخه د هویت کارتونو او اسلحې کارتونو د راټولولو، د مرکزي ریاستونو ترمنځ د همکارۍ، له محکمو سره د حقوقي مرستندویانو د ستونزې، د حقوقي مرستو د ریاست د تشکیل، وزارت کې د رسمیاتو پای ته رسیدلو پورې د رئیسانو د حضور او پر قوانینو او مقررو د کار د څرنګوالي په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په یاده ناسته کې، د حقوقو د لوی ریاست له کارکوونکو څخه د هویت کارتونو او اسلحې کارتونو د راټولولو په اړه پریکړه وشوه چې سترې محکمې ته لیک واستول شي ترڅو د حقوقو د لوی ریاست له کارکوونکو څخه د هویت کارتونه او د اسلحې کارتونه راټول او عدليې ریاست ته یې وسپاري. د حقوقو لوی ریاست مخکې له عدليې وزارت څخه جلا شوی او د سترې محکمې تر چتر لاندې دي.

دغه راز په دغې ناسته کې د مرکزي ریاستونو ترمنځ د همکارۍ په اړه پریکړه وشوه چې د ځینو موضوعاتو د استعجالیت له پاره باید په لیکل شوي ډول ضمانت واخیستل شي او اړوند کار ترسره شي.

په همدې توګه یاده ناسته کې له محکمو سره د حقوقي مرستندویانو د ستونزې په اړه بحث او پریکړه وشوه چې موجوده ستونزې په ګوته او لیست کړل شي او اړونده عالي شورا کې مطرح شي ترڅو هغو ته رسیدګي وشي.

د حقوقي مرستندویانو د ریاست د تشکیل په اړه مالي او اداري معین، د بشري سرچینو رئیس او د حقوقي مرستندویانو رئیس ته دنده وسپارل شوه ترڅو ددغه ریاست پر تشکیل کار وکړي. دغه راز پریکړه وشوه چې ددغه وزارت رئیسان د اړتیا او دندې پریښودلو پر مهال د عدليې وزیر په نشتون کې له اړوندو معینانو څخه اجازه واخلي.

په یاده ناسته کې ددغه وزارت د ښوونې، فرهنګي او روغتیايې قوانینو دیپارتمنت رئیس ته دنده وسپارل شوه ترڅو د بشپړ شويو قوانینو او مقررو راپور ترتیب او د عدليې وزارت مقام ته یې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS