د لغمان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Feb 23 2023 9:53 AM
.

د لغمان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې دغه هیئت ته د سپار شویو مسولیتونو په ښه ترسره کیدلو ټینګار، وشو.

یاد شوي هیئت د قرغه یي ولسوالي په صفو خیل ساحه کې د ۳۳.۸۸ جریبه امارتي ځمکې له غاصب سره وکتل او د نوموړي سندونه یې د بررسۍ له پاره واخیستل.

دغه راز یاد هیئت د علینګار ولسوالۍ پروايي ساحې پر ۱۱۲ جریبه کرنیزې ځمکې دعوا درولودونکو سره وکتل او له هغوی څخه يې سندونه وغوښتل. هغوی دغه ځمکه بې له کوم سند څخه خپل څړځای باله چې د هیئت له لوري هغوی ته قناعت ورکړل شو.

دغه راز یاد شوي هیئت له هغو اشخاصو سره چې په تېر نظام کې يې له ښاروالۍ څخه د پیسو په بدل کې د بلند منزل جوړولو په منظور ځمکه اخیستې او وروسته زورواکو پر دغې ځمکه کورونه جوړ کړي، لیدنه وکړه. هیئت د هغوی څرګندونې واوریدې او پریکړه یې وکړه چې د ساحې متصرفین راتلونکې غونډې ته حاضر شي او د دواړو لورو سندونه بررسي شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS